د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د پاکستان پوځي رژیم د اسلامي امارت د ځواکونو د غچ اخیستونکو عملیاتو په ځواب کې د افغانستان هوايي حریم نقض کړ او د کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو ځینې سیمې یې بمبار کړې.
ښاغلي مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي: “بې رحمه پاکستاني ځواکونو په کابل، کندهار او پکتیا کې ځینې ځایونه بمبار کړل، خو د خدای شکر دی چې هیڅ تلفات نه دي اوښتي.”
هغه دا عمل د افغانستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه او د پاکستان د یرغل دوام وباله، او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي امارت دفاعي ځواکونه په بشپړ ډول چمتو دي.
تر اوسه پورې، د بمبارۍ د مادي زیان یا دقیق هدفونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي، او پاکستاني چارواکو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا پرمختګونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځي پوستو په وړاندې د اسلامي امارت د غچ اخیستونکو عملیات دوام لري.








