افغانستان
په هرات ولایت کې د “نقش هري” په نوم د درې ورځني هنري نندارتون جوړول
د نقش هري هنري نندارتون، چې شاوخوا ۳۰ ښځینه هنرمندانو پکې ګډون کړی و، پرون (سه شنبه، د غوايي ٢٣ مه) د هرات ښار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ پرانستل شو.
دا نندارتون د افغان نجونو، په ځانګړې توګه د هرات د ځوانو هنرمندانو د استعدادونو او هنري کارونو د نندارې او همدارنګه د هنري اثارو د پېر او پلور کلتور ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوی و.
په دې نندارتون کې وړاندې شوي انځورونه د هغو ښځو ذوق، احساسات او تخلیقیت منعکس کوي چې د ډیرو ننګونو سره یې د هنر لاره غوره کړې ده.