افغانستانویډیويي راپور
په بلخ کې د می د اتمې نیټې، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوالې ورځې د لمانځلو مراسم
د بلخ د سره صلیب او سرې میاشتې ریاست د می په اتمه نیټه د افغان سره صلیب او سرې میاشتې غورځنګ نړیواله ورځ د دولتي او خصوصي ادارو د یو شمیر چارواکو په شتون کې ولمانځله.
د دې ادارې د چارواکو په وینا، دوی هر کال دا ورځ لمانځي او په ټولو حیاتي سکتورونو کې خپل کار او فعالیتونه له چارواکو او خلکو سره شریکوي.