افغانستان

په تورخم کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې نښتې

سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې تېره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د تورخم په سیمه کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته وشوه.

د سرچینو په وینا، دواړو خواوو په جګړه کې سپکې او درنې وسلې کارولې، خو تر اوسه پورې د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

دا نښته په داسې حال کې وشوه چې پرون د تورخم د لارې د پرانیستلو لپاره افغان او پاکستاني چارواکو غونډه وکړه، خو خبرې اترې پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې.

اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/18649

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button