افغانستان
د اسلامي همکاریو سازمان به په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د غالۍ اوبدلو یو مرکز جوړ کړي
په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مشر محمد سعید العیاش د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري سره په یوه غونډه کې وویل چې دا سازمان پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د غالۍ اوبدلو یو مرکز پرانیزي.
ښاغلي العیاش افغان غالۍ د هیواد د ملي هویت سمبول وباله او زیاته یې کړه چې د اسلامي همکاریو سازمان اوس مهال په هیواد کې د ښځینه بندیانو لپاره د غالۍ اوبدلو پروګرام پیل کړی دی.
په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د دې پریکړې هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.