افغانستان
تازه: د کندوز ولایت په مرکز کې د نن ورځې چاودنې ۱۲ تنه مړه او ټپیان کړل
د کندوز د پولیسو د قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار وویل چې نن سهار (سه شنبه، د سلواغه ٢٣ مه) شاوخوا د کابل بانک ته څېرمه په چاودنه کې د یو سرتیري او یو ملکي وګړي په ګډون پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د هغه په وينا، دا يو ځانمرګی بريد و او په اړه يې پلټنې روانې دي.
چاودنه هغه وخت وشوه کله چې د اماراتو کارکوونکي د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره بانک ته تللي وو.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.