نړۍ

ټرمپ: کاناډا، مکسیکو او چین د امریکا له تعرفو څخه د خلاصون چانس نلري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې نن (شنبه، د فبروري لومړۍ) به له کاناډا او مکسیکو څخه وارد شویو توکو باندې ۲۵٪ او په چینایي توکو ۱۰٪ تعرفه ولګول شي.

هغه ټینګار وکړ چې دا درې هیوادونه د دې تعرفو په وړاندې هیڅ اقدام نشي کولی.

که څه هم ټرمپ ویلي چې د کاناډا په تیلو به تعرفه د اوس لپاره ۱۰٪ وي، خو هغه خبرداری ورکړی چې دا اندازه به د فبروري تر نیمایي پورې هم لوړه شي.

ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی چې که چیرې مکسیکو او کاناډا د غیرقانوني کډوالۍ او د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي نو دا تعرفې به نورې هم لوړې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button