نړۍ
د امریکا د بهرنیو مرستو بندول
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ ډیری هیوادونو ته د واشنګټن بهرنۍ مرستې بندوي، پرته له مصر او اسراییلي رژیم څخه.
پولیټیکو راپور ورکړی چې دا اقدام کولی شي اوکراین ته د امریکا مرستې اغیزمنې کړي.
خو د امریکا غږ راپور ورکړی چې اوکراین ته د پوځي مرستو د لیږلو په پروسه کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.