افغانستان
د غزني پوهنتون لپاره د ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د تجهیزاتو پیرود
د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د غزني پوهنتون لپاره د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د لیلیې او اداري وسایلو ۱۱۰ قلمه توکي اخیستل شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت په وینا، په دې توکو کې کمپیوټرونه، پرنټرونه، قرطاسیه، میزونه، څوکۍ، د پخلنځي وسایل او نور اړین توکي شامل دي.
وزارت زیاته کړه چې اوس مهال په پوهنتون کې د ۳۰ ملیون افغانیو په ارزښت څو پروژې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.