افغانستان
په کونړ کې یوې مور څلور ماشومان وزېږول
د کونړ ولایتي روغتون مشر انصارالله حامد وویل چې ماشومان د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ٣٠ مه) شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د جراحي له لارې زیږیدلي دي او درې هلکان او یوه نجلۍ پکې شامله ده.
ښاغلي حامد د مور او ماشومانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ وباله او زیاته یې کړه چې د ماشومانو وزن هم مناسب و.