افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د دغه وزارت د ۶ میاشتو لاسته راوړنې اعلان کړې

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن دیوې خبري غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره دامنیتي وضعیت، ښوونې او روزنې، له جرمونو سره دمبارزې، له نشه يي توکو سره دمبارزې، د ملي تاسیساتو او پروژو ساتنه، دخدمتونو دوړاندې کولو او نورو چارو په اړه معلومات شریک کړ.

ښاغلي قانع په دې ناسته کې وویل: د پاسپورت ریاست له خوا هره ورځ ۱۰ زره پاسپورتونه هېوادوالو ته وېشل کېږي او د پاسپورت په مرکزي دفتر کې د خدمتونو تر څنګ به په نږدې راتلونکي کې د پاسپورت د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د کابل ښار په درېیو حوزو کې درې دفترونه هم جوړ شی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړه، چې د پولیسو روزنه او مسلکي کول د پولیسو اساسي او اړینه برخه ده، چې دوی یې په فعاله توګه ترسره کوي او په هېواد کې دغه ښه امنیتي وضعیت د الله تعالی په مرسته، قربانۍ او پرله پسې لاسته راوړنو دی. د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو هڅې او قربانۍ خلکو په همکار او دخلکو پرله پسې لاسته راوړنو دی.

ښاغلي قانع زیاته کړه: د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳۸۷۰ میله سپکې او ۷۱ درنې وسلې، ۸۷۵ ماینونه، ۶۹۹ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي، ۵۸ زره کارتوس، ۱۱۷۷ مخابرې او ۳۳۳ میله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.

مفتي عبدالمتين قانع په دې خبري ناسته کې وويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د ١٤٠٢ کال په ترڅ کې ٢١ انسان تښتوونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د ښاغلي قانع په وینا، په دې موده کې ۱۸ تنه د سړي تښتونکو له منګولو ژغورل شوي او په تړاو یې ۱۷۲ کسان نیول شوي دي.

هغه ټینګار کوي چې په دې موده کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې یوه امنیتي پېښه هم نه ده رامنځ ته شوې او نه هم کوم امنیتي ضد کړنې ترسره شوې دي.

د ښاغلي قانع په وینا دا اندازه د تېرو څو لسیزو په پرتله بې ساري ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button