افغانستان

په فاریاب کې پر ۲۷۴ اړمنو کورنیو نغدي او کمپلې وویشل شوې

  • د فارياب ولايت د اقتصاد رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې له ۲۷۴ اړمنو او زيانمنو شويو کورنيو سره د نغدي او کمپلو مرسته وشوه.

د فارياب د اقتصاد رياست د رسنيو د څانګې مسوول محبوب الله البيګي وايي، هرې مستحقې کورنۍ ته ۱۹۳۶۰ افغانۍ نغدې او پنځه کمپلې ورکړل شوې.

د هغه په ​​وينا، دغه مرستې د سه شنبې په ورځ (د مرغومې ١٨مه) د فارياب د اقتصاد رييس په همغږۍ او د اړوندو بنسټونو د استازو په شتون کې د يوه همکار بنسټ له خوا ووېشل شوې.

د فارياب د اقتصاد رياست مسوولينو له دې وړاندې هم په دغه ولايت کې پر اړمنو کورنيو د نغدو پيسو او خوراکي توکو د وېش اعلان کړى و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button