سیمهنړۍ

د لبنان د حکومت موافقه د دغه هیواد د بیارغاونې لپاره د اقتصادی پیکج سره

د صهیونیسټ رژيم د حملو له امله له پراخې تباهۍ وروسته د لبنان حکومت د دغه هیواد د بیارغونې لپاره له اقتصادي پیکج سره موافقه وکړه، د لبنان حکومت د دغه هیواد د بیارغونې لپاره له اقتصادي پیکج سره موافقه وکړه.

د راپورونو له مخې د لبنان د حکومت د وزیرانو شورا د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د ویجاړو شویو کورونو د بیارغاونې او د خځلو د ایستلو لپاره د ۴۰۰۰ ملیارد لیرو په ارزښت د یوې بستې د تخصیص موافقه وکړه.

په عین حال کښې د لبنان د اطلاعاتو وزیر زیاد المکری وویل: د لبنان پوځ جنوب ته د خپلو عسکرو په لیږلو پیل کړی دی او ډیرو تجهیزاتو ته اړتیا لری.

المکري يادونه وکړه: د لبنان د پوځ قوماندان د مرستو د بستې په اړه خبرې وکړې چې ډېر ژر به پوځي تاسيساتو ته ورسيږي.

هغه د صهیونیسټ رژیم له سرغړونو سره د لبنان په ټینګ مخالفت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: له دوشنبې ورځې څخه به د موافقې اجرا یو نوی او جدی پړاو ته داخل شی.

د امریکا متحدو ایالتونو تېره شپه له څو میاشتو جګړو وروسته د صهیونیسټ رژیم او حزب الله ترمینځ د اوربند د موافقې د ترلاسه کولو اعلان وکړ.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د لبنان او صهیونیسټ رژیم ترمنځ د اوربند موافقه اعلان کړه، دغه موافقه د چهارشنبې په سهار (د اګست ۷مه) د تطبیق پړاو ته داخله شوه.

د بایډن په وینا، د صهیونیسټ رژیم پوځیان باید د لبنان له جنوب څخه ووځی او د لبنان پوځ به د دغه هیواد او اشغال شوی فلسطین په سرحدونو کې ځای پر ځای شی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button