سیمهنړۍ

وال‌سټریټ ژورنال: ایران د بالستیک توغندیو تولید او بسته‌بندي بېرته پیل کړې ده

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي او سیمه‌ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران د امریکا او صهیونیستي رژیم له خوا پر توغندیزو تاسیساتو او دفاعي صنعتونو د پراخو بریدونو سربېره، د بالستیک توغندیو تولید او بسته‌بندي بېرته پیل کړې ده.

دې ورځپاڼې لیکلي چې ایران په خپلو تر ځمکې لاندې مرکزونو کې د مایع سون توکو او جامد سون توکو توغندي بسته‌بندي کوي؛ د وال‌سټریټ ژورنال په وینا، دغه اقدام ښيي چې د امریکا او صهیونیستي رژیم بریدونه نه دي توانېدلي چې د توغندیو د صنعت د بیا رغولو لپاره د ایران وړتیا له منځه یوسي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې‌اې) یوه پخواني څېړونکي هم ویلي چې د ایران د توغندیو د تولید وړتیا د موجودو پرزو او د فعالو تر ځمکې لاندې مرکزونو په شمېر پورې اړه لري او دغه وړتیا له سلګونو څخه تر زرګونو توغندیو پورې رسېدلی شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button