افغانستاننړۍ

یوناما د نجونو پر مخ د طبي موسسو د دروازو تړلو په اړه اندېښنه لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په طبي ادارو کې د ښځو او نجونو د ورتګ د مخنیوي په اړه د راپورونو له امله ژوره اندېښنه لري.

یوناما زیاته کړې، که څه هم تر اوسه یې په دې اړه رسمي تایید نه دی کړی. خو دا حکم به د ښځو د زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په حق کې نور محدودیتونه ولګوي چې د افغانستان پر روغتیا سکتور به منفي اغیزې ولري.

دغه بنسټ زیاته کړه: “په نهایت کې، یاد شوی حکم به د افغانستان پرمختګ او د هیواد د خلکو هوساینې ته سخت زیان ورسوي.”

یوناما له سرپرست حکومته غوښتي چې د منفي پایلو په پام کې نیولو سره دې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button