افغانستان
په بغلان کې په یوه زیارت کې د ډزو له امله ۱۱ تنه وژل شوي دي
رسنیو په بغلان کې د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلي چې په دغه ولایت کې په یوه زیارت کې د ډزو له امله ۱۱ تنه وژل شوي دي.
دا پېښه تېره شپه نهه بجې د نهرين ولسوالۍ په زاړه ښار کې د سيد پادشاه جان په زيارت کې رامنځته شوې ده.
د سيمې يو اوسېدونکى وايي، چې وژل شوي کسان د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکي وو او غوښتل يې په زيارت کې شپه تېره کړي.
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اسدالله مصطفی هاشمي هم دغه پېښه تاييدوي، خو د پېښې د څرنګوالي او د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنه کړل.
د بغلان د پوليسو وياند وايي، چې پوليسو تر اوسه د دې پېښې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/14573