په میدان وردکو کې د یو میلیون ډالرو په پانګونې سره د قلم جوړولو فابریکه په کار پیل وکړ.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې فابریکې ۲۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د وردګو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبرپاڼې له مخې، د دې فابریکې مدیر اعلان کړی چې په راتلونکي کال کې به په دې فابریکه کې د قلمونو تولید پیل کړي.