د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نجیب الله حیات حقاني به د کوربه هېواد په رسمي بلنه د چین په ووژین Wuzhen ښار کې د نومبر له ۱۹مې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د انټرنېټ په نړیوال کنفرانس کې (the 2024 world internet conference Wuzhen summit)له خپل ملګري پلاوي سره ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست د دغه کنفرانس په بېلابېلو پروګرامونو کې د ګډون ترڅنګ، نن ماښام د چين پر وخت د دغه کنفرانس د غړو هېوادونو د وزيرانو په کچه غونډې ته وينا وکړي.