قطر او ترکیې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د ثبات ملاتړ کوي.
د قطر خبري اژانس د خبر له مخې، دغه څرګندونې د قطر او ترکیې د عالي ستراتیژیکې کمېټې د لسمې غونډې په پای کې چې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په مشرۍ او ترکیه ولسمشر، رجب طیب اردوغان په مشرۍ خپره شوه ترسره شوه.
په دې اعلاميه کې قطر او ترکيې د افغانستان د ټولو اتباعو د حقونو پر درناوي، د يوه ټول شموله حکومت پر جوړولو او له افغانستان سره پر همغږيو اړيکو ټينګار کړى دى.