افغانستان
ننګرهار کې د ۲۲ کیلو ګرامه شیشه يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په تورخم سیمه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د عملیاتو پر مهال ۲۲ کیلو ګرامه چرس ډوله نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د هغه په وينا، دغه اندازه شيشه په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوې وه او په تړاو يې يو تن نيول شوى دى.