افغانستان
د دارالامان – فیصل ښارګوټي د جوړولو چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللي
کابل ښاروالۍ وايي، له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د سړک جوړولو پروژې تر اوسه ۴۰ سلنه پرمختګ کړی، چې د دغه سړک اوږدوالی ۳،۱ کیلومتره او پلنوالی یې ۳۳ متره دی.
د کابل ښاروالۍ وايي، چې د دغه سړک څه باندې یو نیم کیلومتره برخه بټومین ته چمتو ده او په ورته وخت کې د پاتې برخو زیربنا او د خاورو خښتې هم روانې دي.
دغه بنسټ زیاتوي، چې د دې پروژې د بشپړولو او عملي کولو په موخه یې هڅې روانې دي.