سیمه

المیادین په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډې د توغندیز برید اعلان وکړ

المیادین شبکې د درېنې په سهار د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په خرب الجیر کې د امریکا پر پوځي اډې د توغندیز برید خبر ورکړل شوی دی.

د المیادین په وینا، امریکا د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه هم چا یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په عین حال کې د المیادین له قوله خبر ورکوي چې امریکايي ځواکونو د دیرالزور ښار په څنډو کې د «حویجه صکر» او «الجعفره» په دوو سیمو د کونیکو په اډه د توپچي بریدونه وکړل.

باید یادونه وشي چې د سوریې حکومت په وار وار ټینګار کړی چې د سوریې په ختیځ او شمال ختیځ کې دغه ملیشې او امریکایان د تېلو له لوټلو پرته بله موخه نه لري او خپل غیر قانوني حضور ته به د پای ټکی کېږدي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button