افغانستانسیمه

په تېره یوه میاشت کې د هرات د اسلام کلا له پولې ۵۵ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

د هرات په اسلام کلا پولې کې چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې له ایران څخه شاوخوا ۵۵ زره کډوال هېواد ته ننوتل شوي دي.

د هرات اسلام کلا پولې مشر مولوي حضرت زعيم اغا وايي چې د پخوا په پرتله د مهاجرينو شړل زيات شوي او هره ورځ دوه نيم زره مهاجر هېواد ته راستنيږي.

د هرات د اسلام کلا کمېشنر د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول اعلان کړل او ویې ویل، د کمیسارۍ کارکوونکي په غیر رسمي وختونو کې هم د کډوالو په خدمت کې دي او هڅه کوي چې د وخت له ضایع کولو پرته د کډوالو چارو ته پرمختګ ورکړي.

د کمشنرۍ مسؤلین دا هم وايي، چې د کډوالو کورنیو ته د هر کس دوه زره افغانۍ او د خوراکي توکو مرسته هم په اسلام کلا پولې کې د کډوالو چارو ریاست له خوا ورکول کېږي.

له بلې خوا راستانه شوي کډوال د پولې بلې غاړې ته د سرتېرو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي او وايي چې د قانوني اسنادو په لرلو سره له دوی سره بې احترامي کېږي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې له ايران څخه د مهاجرينو اخراج د بل هر وخت په پرتله زيات شوى دى.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button