سیمهنړۍ

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر: اسراییل د غزې په شمال کې د فلسطینیانو ظالمانه نسل وژنه کوي

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې فرانسیکا البانس: د غزې په شمال کې د جبالیه د کډوالو په کمپ کې فلسطینیان د صهیونیسټي پوځیانو له خوا په بې رحمانه ډول وژل کیږي.

موږ د غزې په جبالیه کمپ کې د یو بل قتل عام شاهدان یو. په دغه کمپ کې فلسطینیان په ډله ایز او انفرادي ډول وژل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې صهیونیسټي پوځیانو د دغه نسل وژنې عاملین منلي دي.

د فلسطین په وړاندې د اسراییلو بریدونه د لویدیځ په ملاتړ او د هغوی په مرسته شویو وسلو سره ترسره کیږي.

زه واقعیا حیران یم چې موږ پوهیږو چې اسراییل څه ظلمونه کوي او موږ نشو کولی د هغې مخه ونیسو او زموږ سل کاله دمخه هیڅ پرمختګ ندی شوی.

په ملګروملتونو کښې د خوړو نړیوال پروګرام هم تائید کړه چې په تیره میاشت کښې د صهیونیسټانو لخوا د لګول شویو بندیزونو له امله د غزې شمال ته چې څه دپاسه څلور سوه زره فلسطینیان پکښې ژوند کوی د خوراکی موادو کومه بیړۍ نه ده استول شوې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button