افغانستان

مولوي عبدالکبیر: موږ د نورو د خوښۍ لپاره له اسلامي شعارونه نه سرغړونه نه کوو

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د کابل پوهنتون له مسؤلینو او محصلینو سره په کتنه کې وویل، اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي برخو کې د افغانستان د روښانه کولو لپاره ډېر کار کړی دی او اوس مهال په مختلفو هیوادونو کې 40 رسمي استازي لري، او د نړۍ سره یې تعامل مثبت دی.

هغه همداراز ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د هیڅ هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم نورو هیوادونو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاته کړه: اسلامي امارت یوازې د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو د اسلام له اصولو او د نورو د خوښۍ لپاره له اسلامي اصولو سره په ټکر کې خبرو ته زړه نه ښه کوي. ”

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون مسوولینو د (افغانستان مطالعاتو) تر نامه لاندې د ماسټرۍ د نوي پروګرام په اړه معلومات وړاندې کړل.

مولوي عبدالکبير د دغه پروګرام له پيل څخه د خوښۍ په څرګندولو سره له محصلينو وغوښتل چې په بهر کې مېشت افغان کدرونه هېواد ته راوغواړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button