افغانستان

په کندهار کې د ۱۰۶ زره ډالرو په ارزښت د اوبو لګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ٢،٥ کيلومتره اوږد کانال د ميوند له پسرلي څخه سرته رسېږي او د اوبو د مديريت ترڅنګ سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم خړوبوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې ملګرو ملتونو د دغه کانال پر جوړولو ۱۰۶ زره ډالره لګولي دي.

همدارنګه د کرنې وزارت د کرنې او اوبولګولو وزیر مولوي صدر اعظم عثماني هیله څرګنده کړه چې دغه کانال به د اسلامي امارت او همکارو بنسټونو په همکارۍ د کانال په جوړېدو سره د میوند ولسوالۍ د ځمکو حاصلات زیات کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button