افغانستانسیمه

د اسلامي امارت ویاند: د داعش خراسان ډلې مشران او غړي پاکستان ته سپارل شوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد (دونۍ د تله ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د دارالامان په سیمه کې د څارنوالۍ او نظارت ریاست په کارکوونکو د برید د عاملینو د نیولو خبر ورکوي. چې په څېړنو کې معلومه شوې، چې دغه کسان د پاکستان د مستونګ له بلوچستان څخه راغلي وو.

د مجاهد په وينا، نيول شويو کسانو په باميانو کې پر بهرنيو سيلانيانو په بريدونو کې هم لاس درلود.

د مجاهد په وينا، په نيول شويو کسانو کې يو تاجک تبعه هم شامل دى چې د ځانمرګي بريد نيت يې درلود.

د اسلامي امارت ویاند ویلي چې په دغو کسانو کې هغه کسان هم شته چې په دې وروستیو کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ کې د داعش د خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلي دي.

مجاهد زیاته کړه چې په افغانستان کې د داعش له نسکوریدو وروسته د داعش د خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته لیږدول شوي او هلته یې تعلیمي مرکزونه او کمپونه جوړ کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button