د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د یوونۍ په ورځ په سیمه کې د کړکېچ پر زیاتېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات د مرګ او ژوبلې بې سابقې کچې ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه: “موږ اندېښمن یو چې لبنان به په یوه بله غزه بدله شي، چې دا به د نړۍ لپاره یوه ویجاړونکې تراژیدي وي.”