د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له ایندیپندیت اردو سره په مرکه کې ویلي، چې که پاکستان وغواړي، اسلامي امارت کولای شي د منځګړي په توګه له تی تی پی سره د خبرو زمینه برابره کړي.
ښاغلي مجاهد تحریک طالبان پاکستان د پاکستان داخلي مسله وبلله.
په افغانستان کې د تی تی پی د فعالیتونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: “که پاکستان اندیښنه لري، له موږ سره دې شریک کړي، خو د رسنیو له لارې تورونه یوازې بې باوري زیاتوي.”