نړۍ

د امریکا او انگلیس بریدونه د یمن په جنوب لویدیځ کی

د «المسيره» چينل د راپور له مخې، نن سهار (چهارشنبه دزمری ۱۷مه) امريکايی او انگلیس جنگی الوتکو د يمن د پلازمېنې په جنوب کې د تعز ولايت په نښه کړ.

ديوبل خبرله مخې: د يمن په جنوب لويديځ کې د تعز ولايت په دغو بريدونوکې چې په دوو بجو يې دوام وکړ، بمباري وشوه د یمن بېلابېلې سیمې په تېره بیا الحدیده ولایت په تېرو میاشتو کې د امریکا او انگلستان د یرغلیزو بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

د یادولو وړ ده چې دغه بریدونه د صهیونیست رژیم د محاصری د ختمولو لپاره د یمن په ملی حکومت باندې د دباو اچولو په هدف ترسره کیږی.

دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې د یمن پوځ د غزې کې د فلسطین د ولس له مقاومت څخه په ملاتړ کې د صهیونیستانو څو بیړۍ یا بیړۍ چې د صهیونیستانو د نیواک او د صهیونیستی رژیم په باب المندب تنګی کی د صهیونیستی رژیم د نیواکګرو سیمو لپاره تللې وې په نښه کړل.

د یمن دپوځ ځواکونو ژمنه کړې ده چې د صهیونیست رژیم لخوا د غزی دخپلو حملو دبندولو لپاره د دغه رژیم په بیړیو یا په سور سمندرګی کې د نیواک شویو سیمو د تیریدو لپاره په بیړیو حملې ته دوام ورکوی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button