د کانادا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د افغانستان په اړه د دوحی په درېیمه غونډه کې د خپل استازی د نه ګډون په اړه وضاحت ورکړی.
په دغه بیانیه کې ویل شوی چې کانادا په دې غونډه کې د مدنی ټولنی، ښځو او د «غیر طالب ډلو» د استازو په نه موجودیت خواشینې وه او د ملګرو ملتونو پر دغه اقدام یې خواشینی څرګنده کړه.
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې کانادا په دې وروستيو اوونيو کې تل د هراړخيز ګډون پر اړتيا ټينګار کړى دى او د دوحی په غونډه کې د مدني ټولنې د استازو له نه شتون څخه خواشينى شوى دى.