افغانستانسیمه

د صهیونیستی رژیم د استازی توندې څرګندونې د افغانستان د اسلامی امارت پر وړاندې

په غزې باندې دصهیونیست رژیم له حملو وروسته داسلامی امارت دمشر په شمول دصهیونیست رژیم چارواکو دفلسطین دخلکو پرضد جنایتونه په کلکه غندلی او له دغه رژیم سره یې دمبارزې غوښتنه کړې ده .

د اسلامي امارت د رهبر د اختر په پیغام کی په وروستۍ مورد کی د صهیونېست رژیم جنایتونه په کلکه غندل شوي او د فلسطین له ملت څخه په ملاتړ باندې ټینګار شوی دی.

په همدې حال کې په دې وروستیو کې د ملګروملتونو د بشری حقوقو په شورا کې د قدس د اشغالگرو رژیم استازی«شاحار» په افغانستان باندې د اسلامی امارت د حاکمیت په غبرګون کی ویلی دی؛ “کله چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغانستان د اوسني او راتلونکو نسلونو د بنسټیز مدني بنست د له منځه وړلو په موخه یې ناوړه اقدامات ترسره کړل.”

د صهیونیست رژیم دغه دیپلومات ادعا وکړه چې اسلامی امارت د تاوتریخوالی، ممانعت، محدودیت او سرغړونې له لارې حکومت کوی او موخه یې د جنسیت د تبعیض ټینګول دی چې ښځې پکې هیڅ حق نه لری.

د قدس د اشغالگرو رژیم دغه استازي له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د اسلامي امارت په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په ډیرو مواردو کې د اسرائیلي رژیم جنایتونه په شفاهی او لیکلي ډول غندلي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button