د افغانستان د عامی روغتیا وزارت د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د کولرا ناروغی ډېره شوې ده
د افغانستان د عامی روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې په افغانستان کې د کولرا د مثبتو پېښو د زیاتوالی او د دغې ناروغۍ د مړینې په اړه د ځینو رسنیو راپورونه ناسم دي.
دغه وزارت وايي، خپاره شوي راپورونه د روغتیا د نړیوال سازمان( WHO) د وروستي راپور پر بنسټ؛ په داسې حال کې چې دا راپور د ختیځ مدیترانی سیمې لپاره خپور شوی، د حاد اسهال (AWD) اصطلاح د افغانستان د ارقامو لپاره کارول کیږي، چې د کولرا ناروغۍ اصلي ارقامو سره هیڅ تړاو نلري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې په افغانستان کې د کولرا کومه مثبته پېښه نشته او که کومه مثبته پېښه وي، له رسنیو سره به یې شریکه کړي.
دغه وزارت له رسنیو وغوښتل چې د راپورونو په چمتو کولو کې مسلکي او دقیق وي او د ناروغیو په اړه کره او رښتیني معلومات له هېوادوالو او نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.