نړۍ

کیم جونګ اون د اړیکو ټینګولو په موخه د ټرمپ هڅو ته ځواب نه دی ورکړی

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو هڅو ته ځواب نه دی ورکړی چې غوښتل یې له نوموړي سره ټیلیفوني اړیکه ونیسي او اړیکې ورسره ټینګې کړي.

 د راپور له مخې، ټرمپ تېر کال د رسمي اړیکو د چینلونو له لارې له کیم سره د اړیکې نیولو هڅه وکړه، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ. وروسته یې نوموړي ته یو لیک واستاوه، خو په نیویارک کې یوه شمالي کوریايي ډیپلوماټ د امریکا د استازي په حضور کې دغه لیک له پرانیستلو پرته بېرته وسپاره.

د چین وروستي سفر پر مهال له شمالي کوریايي مشر سره د لیدنې لپاره د ټرمپ تازه هڅه هم پایله ونه لرله. د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دواړو لورو د لیدنې پر احتمال خبرې کړې وې، خو هغه شرایط چې پیونګ‌یانګ وړاندې کړي وو، واشنګټن ونه منل.

 ټرمپ او کیم د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې درې ځله سره لیدلي وو؛ خو له هغه وخت راهیسې تر اوسه د دواړو مشرانو ترمنځ بله لیدنه نه ده شوې.

 

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button