نړۍ

پر اېف‌بي‌آی او د امریکا د کرنې وزارت سایبري بریدونه؛ دوه دولتي ادارې د هکرانو د نفوذ هدف وګرځېدې

سي‌اېن‌اېن خبري شبکې راپور ورکړی چې اېف‌بي‌آی د دې ادارې د ملي جرمونو د معلوماتو ډیټابېس ته د هکرانو د نفوذ په اړه څېړنې پیل کړې دي؛ دغه سیسټم د امریکا د فدرالي، ایالتي او سیمه‌ییزو پولیسو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې لپاره کارول کېږي.

 په دغه معلوماتي ډیټابېس کې د نیولو د حکمونو، تر پلټنې لاندې کسانو او د خلکو د مخینو په اړه معلومات شامل دي؛ دا په وروستیو میاشتو کې د اېف‌بي‌آی پر سیسټمونو دویم سایبري برید دی. د سپټمبر په میاشت کې هم د یوه سایبري برید له امله د دې ادارې د یو شمېر کارکوونکو شخصي معلومات غلا شوي وو.

 په همدې وخت کې د امریکا د کرنې وزارت هم د سایبري برید هدف ګرځېدلی دی؛ د کرنې وزارت مرستیال ریچارډ فورډایس په کنزاس‌سیتي ښار کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د دې وزارت په سیسټمونو کې رامنځته شوې ګډوډي د یوه سایبري ګواښ له امله وه او د سافټویرونو له نوي کولو سره یې تړاو نه درلود.

 نوموړي ویلي، چې په دې پېښه کې د پېژندنې هېڅ شخصي معلومات نه دي افشا شوي او هېڅ معلومات هم له منځه نه دي تللي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button