سیمه
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر د واکمن نظام د نسکورولو غوښتنه وکړه
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیمالرحمن د دغه هېواد واکمن نظام د الهي احکامو خلاف بللی او د هغه د نسکورولو غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي د لاهور ښار د جمعې لمانځه په خطبه کې د فساد، په بلوچستان کې د ناامنۍ او د بانکي نظام او د سونتوکو په برخه کې د فساد په نیوکې سره ویلي، چې د حکومتونو له بدلون سره سره، مافیاوې لا هم واک په خپل لاس کې لري.
نعیمالرحمن واکمن ګوندونه د شخصي ګټو په لټه کې بللي او د کوټې او لاهور ښارونو کې یې د حکومت ضد غونډو د جوړولو خبر ورکړی دی.








