سیمهنړۍ

قطر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅو د دوام خبر ورکړی

 د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اختلافونو د کمولو لپاره د دوحې هڅې دوام لري او ټاکل شوې ده، چې له ایراني لوري سره په یوه غونډه کې د وړاندې شویو وړاندیزونو په اړه خبرې وشي.

نوموړي د دغه وزارت په اوونیزه خبري غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د خلیج په سیمه کې د ترینګلتیا زیاتوالی د سمندري تګ راتګ ازادي، نړیوال اقتصاد او ډیپلوماټیکې هوکړې ته د رسېدو فرصت له جدي ګواښ سره مخ کوي.

 الانصاري له ټولو لورو غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي، چې د خبرو اترو بهیر ګډوډوي.

 نوموړي ټینګار کړی، چې قطر به خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي، ځکه د جګړې او سولې ترمنځ د اوسني حالت دوام د سیمې پر امنیت، اقتصاد او د انرژۍ پر نړیوالو بازارونو منفي اغېز کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button