افغانستان

په هېواد کې د ملي معیارونو د تدوین او بیاکتنې لپاره د تخصصي ناستو جوړېدل

 د معیار او کیفیت ادارې د ودانیزو معیارونو او کوډونو د تدوین او ترویج ریاست د درېیو تخنیکي کمېټو تخصصي ناستې د پوهنتونونو د استادانو، د امارتي ادارو د کارپوهانو او د یادې ادارې د متخصصینو په ګډون جوړې کړې.

 په دغو ناستو کې له خوراکي توکو سره د تماس لپاره د المونیمي الیاژي ورق د مشخصاتو د معیار مسوده او د کانونو د تړلو او د کانیزو سیمو د بیارغونې لارښود وڅېړل شول؛ همداراز، په کرنیزو درملو کې د ګډولو وړ مرستندویه موادو اړوند اصطلاحاتو معیار له څېړنو وروسته په ټولیزه توګه وروستی شو.

 د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د دې بهیر موخه د تولیداتو د کیفیت لوړول، د مصرفوونکو د روغتیا ساتنه او په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو معیاري کول دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button