نړۍ

د اوکراین بریدونو د روسیې د ۹ لویو تېلو تصفیه‌خونو فعالیتونه ګډوډ کړل

د خپرو شویو راپورونو له مخې، د اوکراین بریدونو په یوه اوونۍ کې د روسیې له ۳۵ لویو تېلو تصفیه‌خونو څخه د ۹ هغو فعالیتونه ګډوډ کړي او د دغه هېواد د تېلو د تصفیې کچه یې شاوخوا یوه پر درېیمه برخه راټیټه کړې ده.

دغه بریدونه د روسیې پر سون‌توکو د زېربناوو د فشار راوړلو لپاره د اوکراین د هڅو یوه برخه ګڼل کېږي؛ هغه اقدام چې د تېلو پر تاسیساتو د زیانونو سربېره یې د سون‌توکو پلور، د تېلو د محصولاتو لېږد او وېش او د تولیدي ظرفیت د بېرته رغولو بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

شننې ښيي چې د دغو بریدونو دوام ښايي د روسیې د پوځي ځواکونو د سون‌توکو پر برابرولو هم اغېز وکړي او مسکو ته د اوښتو زیانونو د جبران لګښتونه زیات کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button