افغانستان
د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه هند ته د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال سفر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د هند په رسمي بلنه او په یوه نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه، د یوه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر کړی دی.
ټاکل شوې چې ښاغلی زاهد د دغه سفر په ترڅ کې د هند له دولتي چارواکو، د سوداګرۍ چارو له مسوولینو او پانګهوالو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوهاړخیزې سوداګرۍ د کچې پر لوړولو، د افغانستان تولیداتو ته د نویو بازارونو پر موندلو او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې وکړي.
د افغانستان د تولیدي او صادراتي وړتیاوو ورپېژندل او د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو برابرول، د دغه سفر له موخو څخه بلل شوي دي.








