د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، اته کاله وړاندې یوه کس لکه مایک پمپیو ادعا کړې وه، چې ایرانیان د خپلو خوړو د برابرولو لپاره باید د سپینې ماڼۍ له لارښوونو پیروي وکړي.
د عراقچي په وینا، مارکو روبیو هم اوس ورته څرګندونې تکراروي، په داسې حال کې چې د کیوبا وګړي هم د امریکا د ورته سیاستونو له امله زیانمنېږي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو سیاستونو له غیرانسانيوالي پرته، همدا وهمونه دي چې د امریکا د ناکامو سیاستونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.








