نړۍ
اروپايي ټولنې اوکراین ته د پوځي مرستو ماموریت تر ۲۰۲۸ کال پورې وغځاوه
اروپايي ټولنې اوکراین ته خپل پوځي مرستندوی ماموریت (EUMAM Ukraine) د ۲۰۲۸ کال د نومبر تر ۱۵مې نېټې پورې غځولی او د دغه ماموریت د فعالیتونو د دوام لپاره یې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
د دې پرېکړې پر بنسټ، یاد ماموریت به په اوکراین کې د خپل حضور په ساتلو سره د دغه هېواد له پوځي قوماندانانو سره همغږي روانه وساتي او د پوځي ځواکونو د روزنې پر پیاوړتیا او د جګړهییزو عملیاتو څخه د ترلاسه شویو زدهکړو پر ارزونه به تمرکز وکړي.








