نړۍ
په برازیل کې د ساو پاولو په ښار کې له کرېن سره د مونوریل اورګاډي ټکر؛ د اورګاډو د یوې برخې تګ راتګ ودرول شو
د برازیل د ساو پاولو په ښار کې د مونوریل یوه اورګاډي له هغه کرېن سره ټکر وکړ چې پر پټلۍ لوېدلی و. د شنبې په ورځ د دې پېښې له امله د یادې لارې په یوه برخه کې د اورګاډو تګ راتګ ودرول شو.
په دې پېښه کې د کرېن چلوونکی ټپي شوی، خو تر اوسه د مسافرو د مرګژوبلې په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








