افغانستانسیمه

په ایران کې د ناقانونه اقامت لپاره تر ۱۰ زره یورو جریمه او له هېواده د ایستلو پرېکړه

د ایران د اسلامي شورا مجلس استازو د بهرني نفوذ پر وړاندې د مبارزې د طرحې د څېړلو پر مهال، د بهرنیو وګړو د ناقانونه ننوتلو یا اقامت لپاره له مجازاتو سره موافقه کړې ده. د دې مصوبې له مخې، سرغړوونکي کسان که د خپلې سرغړونې لپاره د منلو وړ دلیل ونه لري، د بایومتریک معلوماتو د ثبت ترڅنګ، له ایران څخه د ایستلو او تر ۱۰ زره یورو پورې د نغدي جریمې له مجازاتو سره مخ کېدای شي.

د جریمې اندازه د شخص د مالي توان په پام کې نیولو او د قضايي مقام په پرېکړه ټاکل کېږي. همدارنګه، د ملي امنیت پر وړاندې اقدامات، د عامه نظم ګډوډول او د اقامت او ویزې د اساسي شرایطو نقض هم د دغو مجازاتو په چوکاټ کې شامل دي.

دا پرېکړه په ایران کې د افغان کډوالو پر اقامتي وضعیت، په ځانګړي ډول د هغو کسانو پر وضعیت چې معتبر اسناد نه لري، اغېز لرلای شي او د کډوالو د کورنیو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپارولای شي.

#ایران #افغان_کډوال #ناقانونه_اقامت #کډوالي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button