افغانستان
د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د دغه وزارت د خپرونو د چارو د مرستیال مهاجر فراهي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د پخوانیو پرېکړو د تطبیق راپور وړاندې شو، د تجلا او چنار راډیوګانو، د نورو رسنیو او یو شمېر خبریالانو ستونزې وڅېړل شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه، په رسنیو کې د پردیو اصطلاحاتو د کارولو د مخنیوي او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث وشو. ګډونوالو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره د روزنیزو سیمینارونو پر جوړولو هم ټینګار وکړ.







