په ریاض کې د افغانستان د سفارت سرپرست، عبدالفتاح رحیمي، د سعودي عربستان له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت، د هغوی د ستونزو د حل او د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
په ریاض کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې، رحیمي د بهرنیو اتباعو د ادارې له رئیس سلطان بن ناصر العتیبي، د کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو د ادارې له رئیس ناهس بن متعب المطیري او د حائر زندان له مسوول عبدالرحمن بن قالط الناهسي سره لیدلي دي.
په دغو لیدنو کې د افغان بندیانو د وضعیت، د هغوی د ستونزو د حل او د اړینو خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو په اړه بحث شوی دی.
د افغانستان د سفارت سرپرست له یو شمېر افغان بندیانو سره هم لیدلي او د هغوی د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته یې ډاډ ورکړی چې سفارت به د هغوی وضعیت ته خپلې پاملرنې ته دوام ورکړي.
سعودي چارواکو هم د اړوندو اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې د افغان بندیانو د وضعیت د څېړلو او هغوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
#افغانستان #سعودي_عربستان #افغان_بندیان #افغان_سفارت








