سیمه

د پاکستان پارلمان د خیبر پښتونخوا ایالت د ګورنر تر ادارې لاندې راوستل تصویب کړل؛ تحریک انصاف له حکومت سره خبرې ودرولې

د پاکستان پارلمان د بېړني حالت د اعلانولو او د خیبر پښتونخوا ایالت د ګورنر تر ادارې لاندې د راوستلو طرحه تصویب کړې ده. دغه اقدام د فدرالي حکومت لپاره د دې ایالت په اداره کې د مداخلې زمینه برابروي. فدرالي حکومت د دې پرېکړې لامل د ایالتي ادارې له لوري د وسله‌والو بریدونو په مهارولو او د امنیت په تأمینولو کې پاتې راتلل بللي دي.

په مقابل کې، مخالفو استازو، په ځانګړي ډول د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو، خبرداری ورکړی، چې د ایالتي منتخب حکومت ګوښه کول ښايي سیاسي کړکېچ نور هم زیات کړي.

د «اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» ایتلاف مشر محمود خان اڅکزي دغه اقدام له قانونه بهر بللی او خبرداری یې ورکړی، چې ښايي کړکېچ بلوچستان او پنجاب ایالتونو ته هم وغځېږي. بلاول بوټو زرداري هم د بېړني حالت د پای ته رسولو او د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

په همدې وخت کې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان په خیبر پښتونخوا کې پر فوق‌العاده اقداماتو نیوکه کړې، حکومت یې د دغه ګوند د سیاسي حذفولو په هڅه تورن کړی او له حکومت سره یې خبرې بې‌پایلې بللې دي.

د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د «اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» ایتلاف هم اعلان کړی، چې تر هغه به له مرکزي حکومت سره خبرې بېرته پیل نه کړي، څو حکومت په زندان کې له عمران خان سره د مخالفو مشرانو د لیدنې غوښتنه نه وي منلې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button