سیمه
یحیی سریع: تېري کوونکي دې د دوستانه چلند تمه نه لري
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند، یحیی سریع، خبرداری ورکړی چې پر خپل هېواد تېری کوونکي باید تمه ونه لري چې هرکلی او سلام به ورته وشي.
هغه ویلي چې د دغه هېواد وسلهوالو ځواکونو تر دې وړاندې هم هوايي شرکتونو او د کښتۍ چلولو شرکتونو ته خبرداری ورکړی و چې د سعودي عربستان هوايي حریم او هوايي ډګرونه، د مکې او مدینې د هوايي حریم په استثنا، ناامنه دي.
یحیی سریع د دغه خبرداري په تکرار سره زیاته کړې چې د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه د الله تعالی په مرسته د متقابل ځواب ورکولو وړتیا لري.








