سیمهنړۍ

نتانیاهو: اوس د امریکا یا اسرائیل له لوري پر ایران د برید لپاره مناسب وخت نه دی

د اسرائیلو لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، د دغه هېواد له پوځي راډیو سره په مرکه کې د «۱۲مې شبکې» هغه راپور رد کړی چې ویلي یې وو، نوموړي له ډونالډ ټرمپ څخه پر ایران د بریدونو د بېرته پیلولو غوښتنه کړې ده.

نتانیاهو په دې مرکه کې ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې پر ایران د امریکا یا اسرائیلو برید «مناسب» نه دی.

د «۱۲مې شبکې» په یوه مخکیني راپور کې ویل شوي وو چې نتانیاهو له ټرمپ څخه غوښتي وو، د اسرائیلو د ټاکنو او د امریکا د منځمهاله ټاکنو تر ترسره کېدو مخکې پر ایران بریدونه بېرته پیل کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د وړاندې شویو راپورونو له مخې، نظرپوښتنې د اسرائیلو د ټاکنو په درشل کې د نتانیاهو د ملاتړ د کمېدو ښکارندويي کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button