نړۍ

په امریکا کې په یوه ښوونځي کې ډزې؛ د درېیو ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا د اوریګن ایالت د بېنډ ښار په «سیلور ریل» لومړني ښوونځي کې د ډزو له امله د درېیو ماشومانو او دوو لویانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي؛ بریدګر هم د وژل شویو په ډله کې دی.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، د سپټمبر له ۱۹مې څخه د اکتوبر تر ۱۵مې پورې، د امریکا په ښوونځیو، د پوهنتونونو په انګړونو او یا د هغوی په شاوخوا کې د ډزو لږ تر لږه اته پېښې ثبت شوې دي؛ په دغو پېښو کې یو شمېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

راپورونه ښيي، چې یوازې د اکتوبر په دویمه، د امریکا په درېیو ایالتونو کې د منځنیو ښوونځیو د موټرو تمځایونو کې د ډزو په درېیو جلا پېښو کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د «Education Week» وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۸ کال څخه د ۲۰۲۵ کال تر پایه، د امریکا په ښوونځیو کې د ډزو په پېښو کې ۱۴۷ تنه وژل شوي او ۴۲۰ نور ټپیان شوي دي؛ په وژل شویو کې ۱۰۶ تنه ماشومان وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button